IQNA

د غزې د  ماشومانو وژله د بشریّت په ټنډې د بې ننګئ داغ دی

15:25 - April 08, 2024
د خبر لمبر: 3489019
ایکنا – د روغتیا نړیوالې ادارې عمومی  منشي ، په یولړ څرګندونو کې ووئيل،په غزې تړانګې کې  دماشومانو په ضد د صهیونیسټ رژيم  جنایتونه او دهغو قتل عام  د بشریّت  لپاره بې ننګي  وبلله.

ایکنانیوز  راپور راکوي، د روغتیا نړیوالې ادارې  عمومی منشي ټډروس  آډهنم  ګبریسس  په یولړ څرګندونو کې د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو په وسیله د غزې د مسلمانو ماشومانو د وژلې په باب ووئيل، په غزې کې د  لسګونو زره  ماشومانو وژله او ټپي کیدا  به د ټول بشریّت لپاره د بې ننګۍ داغ وي  او دغه تیری باید پاي ته ورسیږي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې عمومی منشي  همداراز زیاته کړې ده ،د خوړو ،سونګو ،درملو او د روغتیائي لومړنیو وسایلو پشمول   له لومړنیو اړتیاؤ څخه محرومیّت غیر انساني او د زغملو وړ نه دی.

داپه داسې حال کې دي چې  د فلسطین د مقاومتي مبارزانو  او اسرائيلي پوځ ترمینځ  سختې  نښتې د مقاومتي مبارزانو د طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو  وروسته  چې د اسرائيلي رژيم د مورچلو او پوځي مرکزونو په خلاف ئې د اکتوبر په اومه پیل کړی ؤ، پیل شوې  او تر پنځّه څلویښت  ورځو پورې له کوم اور بند پرته ئې دوام  درلود، بلاخره  د  تیر کال دنومبر په ۲۴ څلور ورځنۍ موقتي اور بند وشو او دغه راز د حماس غورځنګ او اسرائيلو ترمینځّ د بندیانو د مبادلې یو فرصت هم برابر شو .  او له  اوبند ختمیدا وروسته د تیر کال د دسمبر له لومړۍ نیټې  دغه جنګ بیا پیل شو او  ډير هم سخت شو او وحشي صهیونیسټانو د غزې تړانګې په ضد هراړخیزې  حملې او بې آمانه بمبارۍ بیا پیل کړې.

دغه وحشي صهیونیسټي رژيم  د خپلې ناکامۍ د جبرانولو  او د مقاومت د عملیاتو د درولو لپاره   دغزې تړانګې ټوله لارې وتړلې  او په غزې تړانګې  ئې هر اړخیزې او دوامدارو بمباریو ته دوام ورکړ چې  تراوسه پورې ئې دغه جنایتونه دوام لري او وروستي راپور په اساس تر پرون پورې  دفلسطینیو  شهیدانو شمیر کابو درې دیرش زره څلور سوو ته رسیدلی او دغه راز دټپیانو شمیر هم  له شپږ اویا زرو اوښتی چې په دغو ټولو کې زیاتره قربانیان ماشومان او میرمنې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4209288  

captcha